ads

عمران خان: پاکستان کې د لاریونونو پر مهال څلورو پولیس وژل شوي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، د تحریک لبیک پاکستان ډلې د تېرې اونۍ لاریونونو په ترڅ کې تر دا مهاله څلور پولیس وژل شوي او شاوخوا ۸۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

شمس الرحمن شمس
31 وری 1400
عمران خان: پاکستان کې د لاریونونو پر مهال څلورو پولیس وژل شوي
عمران خان

پاکستان کې د تحریک لبیک مذهبي ډله له څو ورځو راهیسې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه پیل کړي دي او له حکومت غواړي چې د فرانسې سفیر له هېواد وشړي.

خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، تحریک لبیک پاکستان ډله د اسلام له پېغمبر (ص) سره د مینې په نامه خپله پاکستان ته زیان رسوي.

عمران خان زیاتوي؛ که دوی د فرانسې سفیر له دغه هیواده هم وباسي، نو دده په خبره تاوان به يې فرانسې ته نه، بلکې خپله پاکستان ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده تحریک لبیک پاکستان چې روانه اونۍ پرې د پاکستان حکومت بندیز لګولی، له تېرې دوشنبې راهیسې په ګڼو سیمو کې تر هغه وروسته په لاریونونو او تاوتریخوالي لاس پورې کړ، چې د لاهور پولیسو د دې غورځنګ مشر سعد رضوي ونیو.

 دغه ډله د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي،‌ چې په فرانسه کې د پېغمبر اسلام د سپکاوي پر ضد له دغه هېواده د فرانسې سفیر وایستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA