د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان کلید ته وویل، چې کمانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ اړونده سیمه کې عملیات ترسره کړي دي، چې پر مهال یې د طالبانو له یوه زندانه ۲۸ ملکي کسان آزاد کړي دي.
د نوموړي په خبره، په دغه عملیاتو کې اته تنه وسلوالو طالبان وژل شوي او د هغوی یو شمېر مهمات او وسلې د کمانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ