له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې غړو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي هم بحث کړی دی.
د ارګ ماڼۍ د بیان له مخې د غونډې ګډونوالو ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرېکون په معنی نه ده، بلکې د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو او همکاریو د نوي څپرکي پیل دی
د افغان حکومت په کابینه کې همدا راز د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو قراردادونو او معاهدو د اجرايي او الزامي کېدو خبره هم یاده شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د جمهور رییس جوبایډن د پرېکړې له مخې د مې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو وتل پیلېږي چې د سېپټمبر تر ۱۱مې به بشپړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ