ads

له ښځینه خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د افغانستان د رسنیو مرکز د دوشنبې په ورځ له ښځینه خبریالانو سره د عامه اړیکو ادارې د همغږۍ ناستې ترسره کېدو خبر ورکوي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 وری 1400
له ښځینه خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
له دې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې ناسته کې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې رهبرۍ، د رسنیو د مرکز رییس، ښځینه خبریالانو او یو شمېر نورو ویاندویانو ګډون درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه‌پال ښځینه خبریالانو ته د اطلاعاتو پر ښې رسېدنې ټینګار کړی او له هغوی یې په ځانګړي ډول غوښتنه کړې چې د دولتي ادارو د ویاندویانو د اطلاع ورکړې بهیر په درېیو میاشتو کې وارزوي او په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.
په دې غونډه کې اړوند ادارو ژمنه کې چې تر دې وروسته به د خبریالانو وړاندیزونو ته رسېدنه کېږي او په همدې هدف به غونډې دوام کوي.
تر دې وړاندې خبریالانو او اړوندو بنسټونو نیوکه کړې چې حکومت پر وخت معلومات نه ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA