ads

د کورونا واکسین روژه نه باطلوي

روغتیا وزارت وایي، د علماو د فتوا او د حج او اوقافو وزارت د تصویب له مخې، د روژې په مبارکه میاشت کې د کورونا واکسین کول دیني او اسلامي دلایلو ته په کتو جایز دي او د شخص روژه نه باطلوي.

محمدخان بریال
30 وری 1400
د کورونا واکسین روژه نه باطلوي

جح اوقافو وزارت د روغتیا وزارت د دې غوښتنې په ځواب چې په روژه کې د کورونا ناروغانو دفاعي سیسټم کمرزوی نه شي وایي، د باوري فقهي سرچینو د فتوا پر اساس په عضلو کې د پیچارۍ لګول روژه نه باطلوي.

دغه وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د روژې په میاشت کې روغتیایي مرکزونو ته ور شي او له کورونا واکسین برخمن شي.
دا مهال په هېواد کې تر ۵۸ زره ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي او ۲۵۵۰ نور ترې مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA