ads

د هېواد د هنډبال ټيم کپتانه وژل شوې

د سرپل امنيتي چارواکي وايي، د هېواد د هنډبال د ملي ټيم کپټانه نوريه تابش د دغه ولايت په مرکز کې پخپل کور کې وژل شوې ده.

محمدخان بریال
30 وری 1400
د هېواد د هنډبال ټيم کپتانه وژل شوې

د سرپل د امنيه قومانداني وياند نور اغا فيضي وايي، نوريه تابش د هغې د مخکني خاوند له لوري وژل شوې ده.
دی وايي، دوی ته رسېدلي مالومات ښيي چې د نوريې پخوانی مېړه د شپې د هغې کور ته ورغلی، ډزې يې کړې، نوريه او د هغې ورېندار يې وژلې او ورور او مور يې ژوبل دي.
فيضي وايي، بریدګر تښتېدلی، خو پوليس اوس هم پسې ګرځي چې و يې نيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA