له دغه کمېسیون څخه په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي چې په تېرو پنځو ورځو کې د ماین چاودنو او وسله والو بریدونو په پایله کې ۳۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د اعلامیې په وینا، په وژل شوو کې څلور مېرمنې او اته ماشومان هم شامل دي.
په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې چې ملکي کسانو ته دغه مرګ ژوبله په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې اوښتې ده.
دغه کمېسیون ټینګار کړی چې د دغو بریدونو عاملین وسله وال طالبان او ناپېژنده وسله وال دي.
طالبانو که څه هم تر اوسه د بشري حقونو کمېسیون د دغو څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د ملکي وګړو په وژلو کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.
تر دې وړاندې افغان حکومت هم پر طالبانو غږ کړی چې روژې میاشتې ته په درناوي اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.


