ads

په لاهور کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د «تحریک لبیک» ګوند له لوري پیل شوي لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او مرګ ژوبله پکې رامنځته شوې ده.

محمدخان بریال
30 وری 1400
په لاهور کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي

دغه لاریونونه له شپږو ورځو راهیسې اسلام ته د فرانسې له خوا د تېر کال د سپکاوي له امله د پاکستان د «تحریک لبیک» ګوند له لوري پیل شوي او د پاکستان له حکومت غوښتنه کوي چې په دغه هېواد کې د فرانسې سفیر له هېواده وشړي.
د پاکستان حکومت تر دې وړاندې د یاد ګوند له پلویانو سره ژمنه کړې وه چې د فرانسې سفیر به له هېواده شړي، خو د دغه ګوند په وینا، حکومت ورسره په کړه ژمنه عمل نه دی کړی.
دوی زیاتوي، تر هغه به لاریونونو ته دوام ورکړي چې د فرانسې سفیر له اسلام باده نه وي شړل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA