ads

په غزني کې ۱۷ طالبان پخپله ماین چاودنه کې ووژل شول

دفاع وزارت وایي، په غزني کې د طالبانو د استخباراتو د مهم غړي په ګډون ۱۷ طالبان پخپله ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

محمدخان بریال
30 وری 1400
په غزني کې ۱۷ طالبان پخپله ماین چاودنه کې ووژل شول

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پرون تر غرمې وروسته د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په «پیروګي» کلي کې طالبان د ماین جوړولو په یوه کار خونه کې د ماین جوړېدو او انتقال په حال کې وو چې ماین چاودنه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې چاودنه کې د عمري په نوم د وسله والو طالبانو د یو مهم غړي په ګډون ۱۷ طالبان وژل شوي دي.
بلخوا، د غزني سیمه‌ییز چارواکي د قره‌باغ ولسوالۍ د سقوط مخنیوي خبر ورکوي.
د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، په تېره یوه اونۍ کې طالبانو د یادې ولسوالۍ د سقوط پلان درلود، خو په خبره یې، د هغوی دغه پلان د افغان سرتېرو له لوري شنډ شوی او د ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې ده.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د قره‌باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي خلکو پر موټر د طالبانو په ماین چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه د امنیتي چارواکو د دې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA