له دې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې ناسته کې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې رهبرۍ، د رسنیو د مرکز رییس، ښځینه خبریالانو او یو شمېر نورو ویاندویانو ګډون درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینهپال ښځینه خبریالانو ته د اطلاعاتو پر ښې رسېدنې ټینګار کړی او له هغوی یې په ځانګړي ډول غوښتنه کړې چې د دولتي ادارو د ویاندویانو د اطلاع ورکړې بهیر په درېیو میاشتو کې وارزوي او په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.
په دې غونډه کې اړوند ادارو ژمنه کې چې تر دې وروسته به د خبریالانو وړاندیزونو ته رسېدنه کېږي او په همدې هدف به غونډې دوام کوي.
تر دې وړاندې خبریالانو او اړوندو بنسټونو نیوکه کړې چې حکومت پر وخت معلومات نه ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


