ads

رحماني: طالبان دې د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي

د ولسي جرګې غړي که څه هم له هېواد څخه د بهرنیو سرتېرو وتل نېک اقدام یادوي، خو په ورته وخت کې د هېواد امنیتي حالت ته اندېښمن دي.

محمدخان بریال
30 وری 1400
رحماني: طالبان دې د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي

د دې جرګې رییس میرالرحمن رحماني د دوشنبې په ورځ د جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې وویل چې له پټو او ښکاره سرچینو څخه د خلکو او دولت د روحیې کمزوري کولو لپاره تبلیغات خپرېږي، څو په دې سره د هغوی تر منځ تزلزل رامنځته کړي.
نوموړی زیاتوي چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کېدونکې ناستې په هېواد کې د جګړې درېدو لپاره هیلې ډېرې کړي او په وینا یې، ولسي جرګه دا ناسته د روان بحران د پایته رسېدو لپاره یو غوره فرصت بولي.
هغه پر طالبانو غږ وکړ چې په دې ناسته کې ګډون وکړي او خپلې غوښتنې هلته مطرح کړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په تړاو د ترکیې ناسته د اپرېل پر ۲۴مه پیل او د مې میاشتې تر څلورمې نېټې به دوام وکړي، خو طالبانو تر دې وړاندې په یاده غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی.
طالبان وایي، تر هغه چې بهرني سرتېري نه وي وتلي، د افغانستان په اړه په هېڅ غونډه کې ګډون نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA