ads

د بغلان پر قند فابریکه د طالبانو د برید مخه نیول شوې

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، شپږ طالب جنګیالي په دغه ولایت کې د افغان سرتېرو په دفاعي بریدونو کې وژل شوي دي.

محمدخان بریال
30 وری 1400
د بغلان پر قند فابریکه د طالبانو د برید مخه نیول شوې

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وایي، تېره شپه طالب وسله والو د بغلان ولایت د قندو پر فابریکې ډله‌ییز برید وکړ.
د هغه په وینا، په دغه برید کې شپږ طالبان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.
دی زیاتوي چې د طالبانو برید په شاه تمبول شوی، دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو ځانه د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA