ads

باورونه جداً رغول غواړي

په تېرو څو ورځو کې جمهور رییس غني د افغانستان وضعیت، د بهرنیو ځواکونو وتلو او سولې په تړاو په بېلابېلو ناستو کې بېلابېلې څرګندونې درلودې، چې هم د دولت او نظام د نه‌سقوط ډاډ په کې ښودل شوی او هم د کورنیو کشمکشونو د زیاتېدو اندېښنې په کې ترسترګو کېږي. 

کلید
30 وری 1400
باورونه جداً رغول غواړي
 جمهور رییس غني په دې ناستو کې ویلي چې د نظام او دولت د سقوط اندېښنه ځکه بې‌ځایه ده چې افغانستان اوس په نظامي لحاظ پیاوړی شوی او د دفاع بشپړه وړتیا لري، خو د هغه له خوا د دې مسلې مطرح کول چې «یو صف د جمهوریت دی او بل د دښمن او هغه څوک چې د جمهوریت په صف کې نه‌درېږي، په دولت کې هم ورته ځای نشته» یو څه اندېښمنوونکې موضوع ده چې کېدای شي د ډېرو لویو لویو سیاسیونو د خوابدۍ لامل شي.
د لومړۍ موضوع په اړه جمهور رییس ویلي، دولت ځکه سقوط نه‌کوي چې اوس د نورو ځواکونو ترڅنګ د سیمې تر کچې پورته ۴۰ زره کسیزه کمانډو هم لري چې د هر ډول دفاع وړتيا په کې شته؛ خو په همدې رابطه بیا پوښتنه دا ده چې ایا یوازې له پوځي لارې د دولت پر دوام فکر کول مهم دي او که نورو عواملو ته هم باید جدي پام وشي؟
ښايي دا ومنل شي چې مخالفان به د جبهه‌يي جګړو له لارې د دولت او نظام د پرځولو وړتیا ونه‌لري، مګر ډېر نور داسې عوامل هم شته چې د دولتونو په کمزوري کولو او بالاخره په پرځولو کې مرسته کولای شي.
د منتقدینو په باور که چېرې د افغانستان موجوده دولت په رښتیا د نظام خوندیتوب غواړي، د پوځي ثبات او تمویل سرچینو ترڅنګ، په دغو سختو او حساسو شرایطو کې تر ټولو دمخه د ښې ‌دولت‌ولۍ تمثیل او وړاندې کول دي؛ داسې یو دولت چې ټول لوري په کې ځانونه وویني او هېڅوک ونه‌رټل شي.
په دې پسې بیا اړتیا ده چې د سیاسیونو، ګوندونو، قومي مشرانو او دولت ترمنځ په رښتینې او واقعي معنا اجماع پراخه کړای شي.
 دغه راز د اداري فساد له منځه وړل، عام ولس ته د رڼو خدمتونو وړاندې کول، د بې‌روزګارۍ او فقر مخنیوی، بیا هغه نور عوامل دي چې د یوه دولت بقا په روښانه توګه تضمینولی شي.
خو که چېرې یوازې په پوځي وړتیا باندې خبرې کېږي، دا بیا په دې معنا ده چې هر لوري سره د جګړې فکر دی او دا هغه څه دي چې له یوې خوا د قدرت تنده په ګوته کولای شي او له بل لوري له سولې سره په ټکر کې فکر ګڼل کېږي.
که چېرې له دې ټولو راتېر شو، په دې حساسو شرایطو کې د جمهور رییس له خوا د کرښو را ایستل په خپله یوه بله لویه او ننګوونکې مسئله ده. دا موضوع نه‌یوازې د خلکو په تېره بیا د سیاسیونو د خوابدۍ اسباب برابروي، بلکې د دولت او نظام د خوندیتابه زمینې هم کمزورې کولی شي.
د ځینو په باور د جمهور رییس دغه اشاره چې «یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن صف او څوک چې د جمهوریت ننګه نه‌کوي، په دولت کې ورته ځای نشته»، هغو سیاسیونو ته متوجه ده چې د سولې له‌پاره یې خپلې طرحې وړاندې کړې او د حکومت له طرحې سره مخالفت کوي. اوس  که چېرې دغه مخالفت وارزول شي، نو په ډاګه به شي چې دا له جمهوریت سره د مخالفت مانا لري، بلکې د نظر توپیر او د افغانستان راتلونکې څخه د ډاډه کېدو له‌پاره د ډول ډول طرحو وړاندې کول دي.
لنډه دا چې ټول لوري، هغه که حکومت دی، که سیاسیون او نور مخور، باید د افغانستان لویو ګټو ته ترجیح ورکړي او د سولې له‌پاره پر یوې واحدې طرحې او دریځ راټول شي او د افغانستان مشهور سندرغاړي ناشناس دا سندره چې وايي:
ای خورو ورو ملګرو
 ای همفکرو هم سنګرو
سره یو شی وخت د ننګ دی
 د خطر وروستنی زنګ دی
د یو بل په غوږ کې زمزمه کړي او د افغانستان سولې بیړۍ منزل مقصود ته ورسوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA