ads

اسماعیل خان: بهرنیو سرتېرو هېواد له بحران سره مخ کړی

پخواني جهادي رهبر محمد اسماعیل خان تېره ورځ په هرات ولایت کې د مجاهدینو د بریا ۲۹مې کلیزې په مناسب په جوړو شوو مراسمو کې په افغانستان کې د امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو شتون بې اغېزې وباله.

محمدخان بریال
30 وری 1400
اسماعیل خان: بهرنیو سرتېرو هېواد له بحران سره مخ کړی

نوموړي وویل، په افغانستان کې له دوو لسیزو راهیسې د بهرنیو ځواکونو شتون هېواد له سترې جګړې سره مخ کړی دی.
ده پخپلو خبرو کې له نړیوالو وغوښتل چې د بهرنیو سرتېرو وتل چټک کړي.
هغه ډاډ ورکړ چې مجاهدین به د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د امنیت ټینګېدو لپاره به مبارزه وکړي.
د ده په وینا، اوسنی حالت د زغملو نه دی او باید انتقالي حکومت تشکیل شي.
اسماعیل خان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې امریکا او ناټو د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو اعلان وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA