ads

په کونړ کې د کبانو روزنې وده

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایې، په دغه ولایت کې د ماهیانو روزنه تر پخوا ډېره شوې او په یاد ولایت کې اوس په پراخه کچه دومره ماهیان روزل کېږي، چې د کونړ له پاره بسنه کوي.

جان اغا صالح
29 وری 1400
په کونړ کې د کبانو روزنې وده
د ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر ګل رحمان وایې، تېر کال دغه ولایت کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې په چوکاټ کې یو د کبانو روزنځای او شل د کبانو تجارتي فارمونه جوړ شوي دي.
هغه وايي، د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د کبانو روزنځای کې ۲،۳ میلیونه د کبانو درې ډول بچي روزلی کېږي چې تولید زیات دی خو د فارمونو شمېر کم دی.
« کونړ کې د ماهیانو روزلو برخه کې یو څه کار شوی دی، خو ستونزه دا ده چې  په ټول کونړ کې مونږ بیا یوازې شل د ماهیانو فارمونه لرو او یو فارم کې دوه زره د ماهیانو بچي اچول کېږي یعنې تولید یې زیات دی خو فارمونه کم دی؛ نو په پلان کې لرو چې دلته روزل شوي ماهیانو نورو ولایتونو ته هم انتقال کړو چې په دې سره به تر ډیره له بهره هم دماهیانو د واریدو مخنیوی وشي.»
نوموړی وایي، کرنې ریاست په پلان کې لري چې دغه شان فارمونه د موسیساتو په همکارۍ نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړي، چې په دې سره ولسي وګړو ته د کاري زمینو برابرېدو سربېره د ماهیانو برخه کې دا ولایت پر ځان بسیا کړي.
شېراغا د کونړ په مرکز اسداباد کې د کبانو یو پخلنځی لري او وايي، پخوا به یې د پاکستان کبان پلورل؛ خو اوس په کونړ کې له جوړو شویو فارمونو ماهیان اخلي؛ هم خواږه او هم تازه دي.
« موږ سره د کونړ د څوکۍ، کاشکوټ او سرکاڼو ماهیان شته، همدا پخوو، د کونړسیند ماهیان هم شته، خام فارمې په دوه او پاخه په درې سوه پر خلکو پلورو، پخوا به مو همدا ماهیان له پاکستان راوړل، خو اوس د خدای شکر دی چې په خپل هیواد کې فارمونه جوړ شوي په خاص ډول کونړ کې چې تر ډیره یې له بهره د ماهیانو د واردیدو مخه هم نیولې ده او اخیستونکي یې هم زیات دي ځکه وطني دي.»
په همدې حال کونړ کې د کرنې ریاست له لوري د NHLP په مرسته د ماهیانو یو روزنځای جوړشوې، چې په یوه سیزن کې شاوخوا دوه میلیونه بچي پکې روزل کېدای شي.
دا روزنځای د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اعجازالحق په خپله لس جریبه ځمکه کې جوړ کړی وايي، د کبانو بچي په خپل روزنځای کې روزي او بیا یې فارم لرونکیو ته ورکوي.
هغه وايي،اوس مهال کونړ کې د کبانو روزنه مخ پر ودې ده، چې سږ کال یې د کبانو یو میلیون بچي روزلي او شاوخوا یو میلیون افغانۍ ګټه یې کړې ده.
« کونړ کې اوس په ماهیانو ډېر کار روان دی یوه پروژه دولت او ان ایچ ایل پي کړې ده شل فارمونه یې جوړ کړي وو اوس دېرش نور خلکو خپله جوړ کړي دي زموږ د ماهیانو روزنځای کې زموږ فیصدي هم شته او نوره د دولت له خوا جوړه شوې ده له پخوا دې ولایت کې د ماهیانو روزل زیات شوي او له حکومت هم غوښتنه کوو، چې دې برخې ته پام ډیر کړي ځکه.»
کونړ کې به له دې وړاندې د سیندونو کبان د مرګي دانې، برېښنايي شارټونو، جالونو، دامونو او ماینونو په وسیله نیول کېدل خو اوس یوازې په جال او دام نیول کېږي، ځکه نورو باندې یې حکومت بندیز لګولی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA