نوموړی وایي، روغتیايې کارکوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي، که چارواکي يې غم ونه خوري او معاشونه ژر تر ژره ورته ورنکړي، د ولایت په کچه به ټول روغتیايې مرکزونه د ناروغانو پر مخ وتړي.
«څلور میاشتې پوره شوې چې معاش مو نه دی اخیستی، شل سلنه معاش چې د اضافې کار په بدل کې راکول کېږي له تېرو دوو کلونو راهیسې يې دا هم نه دی راکړی، د دې تر څنګ د ګازو او تېلو لګښتونه مو له میاشتو راهیسي ځنډیدلي دي، که زموږ معاشونه رانکړل شي، اړ یو چې د ولایت په کچه ټول روغتیايې مرکزونه د ناروغانو پر مخ وتړو.»
د مټاخان او خوشامند کلنیکونو دوه تنه کارکوونکي بازمحمد او عبدالصمد وایي، سره له دې چې د څلورو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی د روغتیايي مرکزونو نور لګښتونه هم له خپله جېبه ورکوي.
دوی څرګندوي که د روغتیا برخې پلي کوونکي موسیسه همدا ډول بې غوري کوي، دوی اړ دي له دندو تېر شي او ټول روغتیايي مرکزونه د ناروغانو پر مخ وتړي .
«څلور میاشتي کېږي چې معاش مو نه دی اخیستی، په معاش سربیره د نورو لګښتونو یوه روپۍ نه ده راکړل شوې. نور له موږ سره هټیوال هم پور نه کوي، کور کې هم له یو عالم اقتصادي ستونزو سره مخ یو. یو لورې ته روژه او لګښتونه ډېر دي بل پلو له معاشه بې برخې یو، نه پوهیږو څه وکړو او په کوم لار لاړ شو، پر مسولینو مو غږ دی چې زموږ حقه حقوق دي ژر تر ژره راکړي، که نور هم وځنډیږي، موږ اړ یو روغتیايې مرکزونه تر هغو وتړو تر څو مو چې معاش نه وي تر لاسه کړی.»
د روغتیا برخې قراردادي موسیسه (او اچ پي ام) چې د معاشونو او نورو لګښتونو مسولیت پر غاړه لري، مسولینو يې په دې اړه نظر نه دی شریک کړی.
پر همدې مهال د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست مسولین هم مني چې روغتیايي کارکوونکو له تېرو څلورو میاشتو راهیسي معاشونه نه دي اخیستي.
ډاکټر اسدالله رسولي کلید ته وویل، موضوع يې له قراردادي موسیسې او مرکزي چارواکو سره په جدې ډول تعقیب کړې او ډاډ څرګندوي چې نېږدې ورځو کې به ستونزه حل او کارکوونکو ته به معاشونه ورکړل شي.
«د کارکوونکو د معاشونو ستونزه پر ځای دی، دې څه روغتیايې کارکوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي، موږ یاده موضوع وړاندې هم له مرکز سره شریکه کړې ده او دا مهال يې هم په جدي ډول تعقیبوو، خپله روغتیايې کارکوونکو هم شکایت تر ولایتي ادارې رسولی دی، موږ ته ډاډ راکړل شوی چې په نېږدې وخت کې به د دوی ټولو معاشونه ورکړل شي.»
یاده دي وي چې تر دې وړاندې هم څو ځله خلکو د (او اچ پي ام ) موسیسې له کمزورو روغتیايي خدمتونو او کارکوونکو يې د معاشونو او نورو لګښتونو له ځنډ څخه شکایتونه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ