دوی زياتوي، د جنايي جرايمو زياتوالي له امله نهشي کولی په ډاډه زړه په ښار کې تګ او راتګ وکړي او هره ورځ د جنايي پېښو شاهدان وي.
کابل ښاريان ټينګار کوي، پولیس د ښاريانو د امنيت ټينګښت په برخه کې پاتې راغلي دي.
سمير کليد ته وويل:
«په دې وروستيو کې په کابل ښار کې غلاوې، وژنې او جنايي جرايم بياځلي زيات شوي دي او موږ یې له سختو ستونزو سره مخ کړې يوو، پولیس هم د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي.»
تازه د شنبې په ورځ د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند په قلعچه سيمه کې په يوې وسلهوالې نښته کې د «عبدالهی حبیبي لېسې» يو زدهکوونکی ټپي شوی دی.
د سيمې اوسېدونکي نعمتالله منګل کليد ته وويل، وسلهوال غله د شنبې پر ورځ د ښوونځي انګړ ته ننوتي وو او يو زدهکوونکی یې ټپي کړ.
دی زياتوي، دا وسلهوال غله د همدې ښوونځي زدهکوونکي دي او هره ورځ له خپلو وسلو سره ښوونځي ته ننوځي، خو پولیسو یې تر اوسه مخنیوی نهدی کړی.
د هغه په وينا، دا لومړی ځل نهدی چې داسې پېښه کېږي، بلکې تر دې مخکې هم ډېرې داسې جنايي پېښې شوي چې پولیس یې د مخنيوي په برخه کې پاتې راغلي دي.
منګل وویل:
«پرون په قلعچه سيمه کې د عبدالحي حبیبي ښوونځي ته وسلهوال ننوتي وو او يو زدهکوونکی یې ټپي کړ، دا وسلهوال غله هم دي او د همدې ښوونځي زدهکوونکي دي، متاسفانه پولیس تر اوسه پورې د دوی مخنیوی نهدی کړی.»
د پوځي چارو کارپوهان هم مني چې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د جنايي جرايمو، غلاوو او وژنو ګراف لوړ دی او لامل یې د پولیسو کمزوري یادوي.
پوځي کارپوه يوسف امين ځاځي کليد ته وويل، پولیس په فساد کې ښکېل دي او د دوی او ولس ترمنځ واټن زيات شوی دی.
د هغه په خبره، په کابل ښار کې د امنيت ټينګښت او د جنايي جرايمو ګراف د کنټرول لپاره نيت او اراده پهکار ده او ترڅنګ یې قانون بايد په ټولو يو شان پلي شي.
ځاځي وويل:
«له دې نه بايد انکار ونهشي چې په کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د جنايي جرايمو، غلاوو او وژنو ګراف لوړ دی او لامل یې هم د پولیسو کمزوري ده.»
د کابل امنيه قومانداني بيا وايي، پولیس له جنايي جرايمو سره جدي مبارزه کوي او د جرايمو کچه راټيټه شوې ده.
د امنیه قومندانۍ وياند فردوس فرامرز کليد ته وويل، په تېره يوه مياشت کې د پولیسو لهخوا څه د پاسه ۲۰۰ کسان د جنايي جرايمو په تړاو نيول شوي دي.
هغه د شنبې ورځې پېښې ته په اشارې چې يو زدهکوونکی پهکې ټپي شو، وويل، دا پېښه د پولیسو تر څارنې لاندې ده.
فرامرز وويل:
« پولیس له جنايي جرايمو سره جدي مبارزه کوي او د جرايمو کچه راټيټه شوې ده، يوازې په تېره يوه مياشت کې د پولیسو لهخوا څه د پاسه ۲۰۰ کسان د جنايي جرايمو په تړاو نيول شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهار شنبې په ورځ د کابل د درېیمې ناحیې اړوند په دهبوري سیمه کې لیکوال او شنونکی فدا محمد نظري هم په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ