د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوې چې ننګرهار له اووه زره څخه د ډېرو کینو، مالټو، نارنج او لېمو په تولید سره تر نورو ولایتونو مخکې شوی دی.
په دغه ولایت کې پر ۵۲ زره ځمکه د ستروسو باغونه کرل شوي دي.
تر ننګرهار وروسته کونړ، خوست او بامیان هغه ولایتونه دي چې په ترتیب سره ډېر ستروس پکې تولید شوي دي.
د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دا مهال په تخار، بلخ او سرپل ولایتونو کې هم د ستروسو د نیالګیو کېنول رواج شوي دي.