ads

اسراییل د ایران د اټومي پروګرام له پرمختګ سره مخالف دي

که څه هم ویل کېږي چې د اتریش په پایتخت ویانا کې د ایران په اټومي پروګرام کې پرمختګ شوی، خو په امریکا د اسراییلو سفیر بیا له دې چارې سره مخالفت څرګند کړی دی.
هغه څرګنده کړې چې اسراییلو له امریکا د داسې څه غوښتنه نه ده کړې.

محمدخان بریال
29 وری 1400
اسراییل د ایران د اټومي پروګرام له پرمختګ سره مخالف دي

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي په ویانا ښار کې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو په پیل شوو غیر مستقیمو خبرو کې د نوې هوکړې خبر ورکړی.
د دغو مذاکراتو منځګړیتوب اروپايي ټولنه کوي، چین، روسیه، فرانسه، بریټانیا او جرمني له ایران سره د دې هوکړې نور لاسلیکوونکي هېوادونه دي.
د امریکا حکومت په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ایران له اټومي تړون څخه د خپل هېواد وتل اعلان کړل، خو ایراني چارواکي بیا دغه تړون ته د یاد هېواد پر بیرته ګرځېدو ټینګار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA