ads

په کابل کې د غلو درې کسیزه ډله ونیول شوه

د کابل پولیس د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د غلو د درې کسیزې ډلې نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
29 وری 1400
په کابل کې د غلو درې کسیزه ډله ونیول شوه

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، د کابل پولیس پر دې توانېدلي چې د غلو دغه درې کسیزه ډله د ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې ونیسي.
د هغه په وینا، نیول شوې ډلې د ښار په بېلابېلو برخو کې وسله والې غلاوې کولې او د پولیسو تر څار لاندې وو.
تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې وسله وال غله نیول شوي دي.
هېوادوال په دې برخه کې د امنیتي بنسټونو د لا ډېرو هڅو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA