ads

په ننګرهار کې د داعش یو مسول وژل شوی

په ننګرهار کې ملي امنیت د پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د نوي مسول د وژل کېدو خبر ورکوي.

کلید
29 وری 1400
په ننګرهار کې د داعش یو مسول وژل شوی

د ملي امنیت اړوند له صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځواکونو یې تېره شپه د ننګرهار ولایت کوز کنړ ولسوالۍ په شګې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د پچیراګام او هسکې مینې ولسوالیو لپاره د داعش ډلې نوی ټاکل شوی مسول کمین چې مشهور په «حکیم الله» و، د تېښتې پر مهال وژل شوی دی.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA