د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، په دې پېښه کې یوه مېرمن او یو نارینه وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.
دی زیاتوي چې دغه ماین د طالبانو له لوري په لاره کې ځای پر ځای شوی و او د یادو کسانو موټر هم ویجاړ شوی دی.
که څه هم سیمهییز چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


