ads

په دوو ولایتونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت په دوو ولایتونو کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

محمدخان بریال
29 وری 1400
په دوو ولایتونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوې چې تېره ورځ د هرات په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو د بریدونو پر مهال پنځه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې وایي، د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د هوایي ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو بریدونه شوي چې پر مهال یې ۱۰ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د یادو عملیاتو او بریدونو پر مهال د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوې دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA