ads

په جلال اباد کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي په وسله وال برید کې د یوې کورنۍ د اتو غړو وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
29 وری 1400
په جلال اباد کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي

د دغه ولایت والي ضیاالحق امرخېل پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، تېره شپه د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې اړوند د نغلو سراچه علیخان په سیمه کې د تراویح د لمانځه پر مهال د عبدالوهاب د کورنۍ اته غړي په وسله وال برید کې وژل شوي دي.
دی زیاتوي، په وژل شوو کې پنځه د نوموړي زامن او درې یې ورېرونه دي.
د امرخېل په وینا، لومړني معلومات ښيي چې پېښه د شخصي ځمکې پر سر د شخړو له امله رامنځته شوې ده.
تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA