ads

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۱ زره کسان وژل شوي

د دوو امریکایي پوهنتونونو له خوا په یوه ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۲۴۱ زره کسان وژل شوي او تر ننه پورې دغه جګړه امریکا ته په ۲.۲۶ ټریلیونه ډالر تمامه شوې ده.

محمدخان بریال
29 وری 1400
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۱ زره کسان وژل شوي

دا پروژه چې د برون پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ او د باسټن پوهنتون د پېرډي مرکز له خوا ترسره شوې، پکې راغلي چې په وژل شویو کې ۷۱ زره او ۳۴۴ ملکي وګړي، ۲ زره او ۴۴۲ امریکایي سرتېري، ۷۸ زره او ۳۱۴ افغان امنیتي ځواکونه او ۸۴ زره او ۱۹۱ وسله وال مخالفین وژل شوی دي.
دا راپور وروسته تر هغه خپرېږي چې د امریکا جمهور جو بایډن د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA