د دغه ولایت د ولایتي شورار ییس عبدالعزیز بېګ د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، دغه پېښه د شنبې په ورځ د مقر ولسوالۍ اړوند په «سنجدک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي، نفوذي بریدګر د وژل شوو پولیسو وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
د بادغیس ولایت امنیتي مسولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم د افغان سرتېرو په لیکو کې نفوذي بریدګرو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


