هغوی زیاتوي، د حکومت دا پرېکړه به په ټول هېواد کې زرګونه کسان بې روز ګاره کړي او د درملو پر کیفیت او قیمت به ناوړه اغېز وکړي.
د دوی په وینا، څو مافیایي کړۍ د درملو کاروبار له منځه تلو هڅه کوي او محدودو کسانو ته یې د ګټې اخیستنې زمینه برابروي.
په کندهار کي د درملو د اتحاديې مسول بصیر احمد پیمان وايي، حکومت غواړي د درملو کاروبار پنځو شرکتونو ته په واک کې ورکړي او انحصار رامنځته کړي.
د پیمان په خبره، په دغه برخه کې خصوصي سکټور د هېواد په کچه په ميليونونو ډالر پانګونه کړې او زرګونه کسان پکې په دندو بوخت دي.
د درملو شرکتونه او د درمل پلورونکو ټولنې يو پريکړه ليک هم خپور کړی، چې د خپلو ستونزو د حل تر وخته یې د اعتراضونو خبر ورکړی.


