ads

جمهور رییس: د بهرنیو ځواکونو وتلو ته پلان چمتو دی

جمهور رییس محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ امنیتي منسوبینو ته د مډالونو ورکړې په غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د پلان چمتو کېدو خبر ورکړ.

محمدخان بریال
29 وری 1400
جمهور رییس: د بهرنیو ځواکونو وتلو ته پلان چمتو دی

د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، جمهور رییس دې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې افغان سرتېري د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او اوس هغه وخت را رسېدلی چې د هېواد ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.
هغه د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې ویلي، د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ ده، که افغانستان ناارامه وي، پاکستان به هم ناارامه وي او که پاکستان زموږ هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي.
جمهور رییس د خپلو خبرو په پای کې پر طالبانو غږ کړی چې که دا ډله سوله کوي، د افغانانو غېږه ورته پرانیستې او په وینا یې، له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA