ads

اتمر او د هند د بهرنیو چارو وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې محمد حنیف اتمر پرون ناوخته له خپل هندي سیال ایس جي شنکر سره پر افغان سوله، د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراخېدو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو غږېدلی دی.

محمدخان بریال
29 وری 1400
اتمر او د هند د بهرنیو چارو وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې شنکر افغان لوري ته په هېواد کې د سولې د ټینګښت په هدف د هند د فعالې ونډې ډاډ ورکړی.
اتمر تر دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره هم کتلي وو.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بله بیانیه کې وايي، ښاغلي وېلسن اتمر ته د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو او همداراز په پراختیايي او بشري برخو کې د متحده ایالاتو د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
دواړه لوري پر داسې مهال ټلیفوني خبرې کوي چې ټاکل شوې د ناټو او امریکا د نوې پرېکړې له مخې د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان، امریکا او ناټو تر منځ به د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA