د هند هېواد رسنیو راپور ورکړی چې هند کرکټ بورډ خبر ورکوي چې راتلونکي شل اوریزو سیالیو لپاره د پاکستاني کرکټ لوبغاړو او خبریالانو لپاره د ویزو منظوري ترلاسه کړې ده.
دا چې پاکستاني اتباعو ته د دغو سیالیو د نندارې لپاره وېزه ورکړل شي او که نه تر اوسه معلومه نه ده.
د یادونې وړ ده چې د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام به د روان کال په اکتوبر میاشت کې د هند په کوربتوب پیل او تر نومبر میاشتې پورې به دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ