ads

لغمان کې زرګونه کسانو د والي رحمت الله يارمل پر ضد لاريون وکړ

لاريونوال د لغمان والي په فساد،غصب ،کمکارۍ او د قومونو ترمنځ په نفاق جوړېدو تورنوي

جان اغا صالح
28 وری 1400
لغمان کې زرګونه کسانو د والي رحمت الله يارمل پر ضد لاريون وکړ

خو ولايتي اداره بيا د لاريون لامل لغمان کې د اصلاحاتو راوستو له کبله د ځينو بانفوذه کسانو د ګټو مخنوی ښي

لغمان کې د والي رحمت الله يارمل پر ضد غبرګ لاريونونه!

دا زرګونه کسان چې د لغمان مرکز مهترلام ښار عبدالله چوک او کابل جلال اباد لويه لار یې تړلې، لغمان والي رحمت الله يارمل دې ولايت کې په فساد،غصب،کمکارۍ او قومې شخړو په جوړېدو تورنوي او له مرکزې حکومت نه یې له دندې څخه دلري کولو غوښتنه کوي

لا يون وال وايې والي يارمل په اخلاقي او مالي فساد کې ښکېل دی او ډ ټولو ادارو واکونه یې په ځان پورې محدود کړي

دوي لغمان کې د امنيتي وضعيت د خرابوالي لامل هم والي بولي او وایې والي غواړي چې غير مسؤل وسله وال پياوړي کړي

لاريونوال وایې که مرکزې حکومت یې غوښتنې ونه منې نو لاريونونه به یې دوام پيدا کړي او د کابل جلال اباد لويه لار به د اوږد مهال لپاره وتړې

خو ولايتي اداره بيا د لاريون لامل د ولايت په ملکي او نظامي برخه د مرکزي حکومت په غوښتنه د اصلاحاتو په موخه راغلې تغيرات يادوي چې وایې د ځينو قومي مخورو شخصي ګټي ورسره زيانمني شوي

د کابل جلال اباد لويه لار له څو ساعتو وروسته په دې شرط خوشي شوه چې د پنځو ورځو په موده کې به یې حکومت غوښتنه ومنې کنه نو بياځلې به یې د خلکو د تګ راتګ پرمخ وتړې

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA