ads

د اړیکو نوی پیل او شته اندېښنې

تبصره ۱۷ اپرېل ۲۰۲۱

کلید
28 وری 1400
د اړیکو نوی پیل او شته اندېښنې

وروسته له هغه چې د امریکا جمهور رییس جو بایډن د روان میلادي کال تر سپټمبر پورې د بهرنیو ځواکونو د وتلو قطعي پرېکړه وکړه، د امریکا او افغانستان ترمنځ يې د اړیکو نوې دريڅه پرانسته چې هغه به په غیر پوځي ډول ملاتړ وي.

امریکا د وتلو پرېکړه کړې او دا چې دا پرېکړه عملي کړي، هر انتخاب ته مخه کولای شي. په داسې یوه حالت کې افغان لوري ته په کار ده چې د افغانستان ګټو خوندي کولو لپاره هغو پالیسیو ته چې دقیق او د قناعت وړ وي، مخه وکړي.

ډېری دا موده د افغانستان او امریکا ترمنځ د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره چنې وهلو ته یو فرصت ګڼي او په دې باور دي چې افغان حکومت باید له دې فرصت څخه، هم په پوځي برخه کې او هم د سولې پروسې په برخه کې په اساسي ډول استفاده وکړي.

 دا چې افغان حکومت تر دې مخکې داسې یو شمېر فرصتونه د ځینو ستونزو له کبله له لاسه ورکړی،  دا پوښتنه پیدا کېږي چې ایا  له موجوده فرصت څخه به استفاده وشي؟ که استفاده کېدلی شي، نو بیا وارخطايي د څه له‌پاره ده؟ په تېره بیا چې ویل کېږي جمهور رییس غني د بحرانونو مدیریت کولو په برخه کې تجربه هم لري.

دمګړۍ ډېری په دې باور دي چې افغان چارواکي تر ډېره پورې داسې چلند کوي چې تر لویې کچې پر احساساتو ولاړ وي او کومه ګټه په کې نه‌وي نغښتي.

سربېره پر دې دننه او بهر کې ترې دا برداشتونه کېږي چې حکومتي مشران یوازې او یوازې د خپل واک د غځولو او ساتلو په فکر کې دي.

د دې لپاره چې حکومت او د مصالحې عالي شورا ته دا ګوته ونه نیول شي، په کار ده چې له یوې واحدې او کره طرحې سره چې د ټولو افغانانو ګټې په کې خوندي وي او په واقعي ډول د دایمي سولې د ټینګښت سبب وګرځي، د استانبول ناستې ته چمتووالی ونیسي او هڅه وکړي چې دا غونډه بریالی کاندي.

 د منتقدینو په باور، دم‌ګړۍ وضعیت نسبتاً ښه دی او په مخکې پروت فرصت دا وضعیت نور هم ښه کولای شي، خو که چېرې د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې د سولې احتمالي جوړجاړی رامنځ ته نه‌شي، بیا ښايي ناامني زیاته او جګړې لا نور شدت هم واخلي؛ هغه مسئله چې نه د افغان دولت او ولس په ګټه ده او نه به طالبانو ته کومه ګټه ورسوي.

په دې منځ کې د قضیې تر تر ټولو مهم اړخ دا دی امریکا چې ستراتیژیکې اړیکې به یې له افغان حکومت سره دوام وکړي او د افغانستان سولې بهیر ابتکار هم په لاس کې لري، داسې ضمانتونه ایجاد کړي چې پر بنسټ یې سوله‌ییز افغانستان رامنځ ته شي؛ یو داسې افغانستان چې نه سیمې ته ګواښ پېښ کړي، او نه هم اروپا او امریکا یې له وېرې بې‌خوبه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA