ads

حکمتیار: طالبان بايد له مذاکراتو سره پرېکون ونه‌کړي

د حزب ‌اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د شنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، طالبان د سولې او جګړې د دوام په صورت کې نه‌بايد له مذاکراتو سره خپل پرېکون اعلان کړي، ځکه افغانانو سوله غواړي او د سولې مخالف غږ او دريځ نه‌خوښوي.

منصور یوسفزی
28 وری 1400
حکمتیار: طالبان بايد له مذاکراتو سره پرېکون ونه‌کړي

دی که څه د استانبول ناسته مهمه بولي، خو ټينګار کوي، تمه لري چې دا ناسته د پخوانۍ برنامې له‌مخې جوړه شي او ټول بحثونه بايد پر اوربند او د انتقالي حکومت پر څرنګوالي متمرکز وي.

حکمتيار د استانبول ناستې لپاره د ارګ او سپيدار طرحو ته په اشارې وويل، د دوی له‌خوا وړاندې شوې طرحې نه عملي دي او نه‌ هم د توافق امکان پرې موجود دی.

هغه وويل:

«طالبانو ته څو دوستانه مشورې لرم، دوی د سولې او جګړې د دوام په صورت کې نه‌بايد له مذاکراتو سره خپل پرېکون اعلان کړي، ځکه افغانانو سوله غواړي او د سولې مخالف غږ او دريځ نه‌خوښوي. د دوی مذاکرات له افغانانو سره دي، نه امريکا سره.»

د حزب‌اسلامي مشر دغه‌راز زياتوي، اوسنی نظام، دولتي ادارې او امنيتي ځواکونه بايد حفظ شي او طالبان بايد په مشروط ډ‌ول اروبند وکړي

هغه د بهرنيو ځواکونو موضوع ته په اشارې وويل، د امريکايي ځواکونو په وتلو کې ځنډ او د امريکا له‌خوا د دوحې تړاون نقض د افغانستان شته وضعيت مبهم او کړکېچن کړی او ترڅنګ یې د استانبول ناستې پر وړاندې یې هم خنډونه جوړ کړې دي.

حکمتيار ټينګار وکړ، که امريکا په مې مياشت کې خپل نيمايي ځواکونه له افغانستانه وباسي، په دغه موده کې خپل استخباراتي فعاليتونه ودوري او د هېواد په چارو کې له لاس‌وهنې ډډه وکړي، نو ښايي رامنځ‌ته شوی کړکېچ حل شي.

هغه وويل:

« د امريکايي ځواکونو په وتلو کې ځنډ او د امريکا له‌خوا د دوحې تړاون نقض د افغانستان شته وضعيت مبهم او کړکېچن کړی او ترڅنګ یې د استانبول ناستې پر وړاندې یې هم خنډونه جوړ کړې دي.»

د چارو شنوونکي بیا د ګلبدين حکمتيار غوښتنې پر ځای بولي او ټينګار کوي چې طالبان باید مذاکراتو ته دوام ورکړي او له رامنځته شوي فرصت څخه دې ګټه پورته کړي.

د سياسي چارو شنوونکی روح‌الله هوتک وايي، که طالبان مذاکراتو ته دوام ورنه‌کړي، نو هېواد به له بد وضعيت سره مخ شي.

هوتک وويل:

«طالبانو ته د حکمتیار وړاندیز او غوښتنې پر ځای دي، طالبان بايد له شته فرصت څخه ګټه پورته کړي او مذاکراتو ته دې دوام ورکړي، که دوی مذاکراتو ته دوام ورنه‌کړي، نو افغانستان به له بد وضعيت سره مخ شي.»

ټاکل شوې د ترکیې سولې ناسته د روانې اپرېل مياشتې په ۲۴مه پيل شي، خو طالبانو ويلي، تر هغې چې يو امريکايي سرتېری هم په هېواد کې پاتې شي، نو د افغانستان سولې په اړه به په هېڅ کنفرانس کې ګډون ونه‌کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA