د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار ۷ بجې ترهګرو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف د قره باغ ولسوالۍ اړوند په مربوطاتو کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ کړای شو.
د نوموړي په خبره د ملي اردو ځواکونو د انجنرۍ ډلۍ د یادې چاودنې مخنیو کړی او په دې سره د یو شمېر ملکی وګړو ژوند ورغورل شو.
تر اوسه معلومه نه ده چې ماین د کومې وسلوالې ډلې لخوا ځای پر ځای شوی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

