لاریون کونکو د لغمان ولایت د والي پر ضد شعارونه ورکول او پر هغه یې د فساد، غلا او د قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ تور لګاوه، لایون کوونکو د کابل-جلال اباد لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.
د لاریون یو ګډنوال او قومي مشر حیات خان هوتک وویل، د لغمان والي د مرکز ا و ولسوالیو اوسېدونکو د ستونزو هواري لپاره هېڅ نه دي کړي او خپل وخت یې د قومونو ترمنځ په نفاق اچولو تېر کړی، دوی ټینګار کوي او وایي، والي مکلف دی چې د خلکوغوښتنو ته رسېدګي وکړي، خو برعکس له والي غوښتنې کېږي، خو اجراات نه کوي.
))
په همدې حال کې د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزی یاد لاریون د ځینو کړیو په لمسون بولي او وایې، د لاریون یو شمیر ګډونوال هغه کسان دي چې په دې وروستیو کې د ولایت مقام له لوري په دولتي ادارو کې د فساد د مخنیوي او ادارو کې د شفافیت رامنځته کیدو په موخه له دندو لرې شوي دي.
(((
لاریون کوونکو لنډ مهال د کابل – جلال اباد لویه لار د ترافیکو پرمخ تړلې وه او ټینګار یې کاوه که حکوت یې غوښتنې ونه مني؛ نو خپلو لاریونو ته به دوام ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

