ads

فليپو ګراندي: په افغانستان کې د سولې پروسې له ناکامېدو سره به د کډوالو شمېر زیات شي

که څه هم افغان چارواکي د بهرنیو ځواکونو په نشتون کې د امنیت ډاډ ورکوي؛ خو د جمعې ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فليپو ګراندي په یوې خبري غونډه کې وویل، افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته؛ که د سولې پروسه ناکامه شي؛ نو له دغه هېواده به بهر ته د کډوالو شمېر زیات شي.

شمس الرحمن شمس
28 وری 1400
فليپو ګراندي: په افغانستان کې د سولې پروسې له ناکامېدو سره به د کډوالو شمېر زیات شي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ که د افغان سولې پروسه ناکامه شي، نو د ناامنۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو له کبله به د کډوالۍ څپه زیاته شي چې د نورو برخو ترڅنګ به پر اروپا هم اغېزې ولري.

په ورته مهال جمهور رییس محمد اشرف غني وایي، چې افغانستان له امریکا سره نوي فصل ته داخل شوی او دغه هېواد به له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي همدارنګه ویلي، افغان ځواکونه له خپلې خاورې او خلکو د دفاع وړتیا لري او تېرو څو کلونو راهیسې ۹۴سلنه عملیات د افغان ځواکونو لخوا ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA