ads

دفاع وزارت: په نیمروز ولایت کې د طالبانو له زندانه ۲۰ سرتیري آزاد شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په نیمروز ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه د ۲۰ سرتېرو د ازادېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
28 وری 1400
دفاع وزارت: په نیمروز ولایت کې د طالبانو له زندانه ۲۰ سرتیري آزاد شول

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغي، چې د ملي اردو ځواکونو د نیمرور ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د طالبانو له یو زندانه ٢٠ امنیتي سرتېري آزاد شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د یوه قومندان په ګډون ٧ وسله وال وژل شوي هم دي.

 طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنیوته څه نه دي ویلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA