ads

حکمتیار: طالبان دې بین الافغاني مذاکرات نه دروي

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال له طالبانو وغوښتل چې مذاکراتو ته دې دوام ورکړي او د سولې له رامنځته شوې فرصت څخه ګټه واخلي.

شمس الرحمن شمس
28 وری 1400
حکمتیار: طالبان دې بین الافغاني مذاکرات نه دروي

نوموړي طالبانو ته وویل، اوسني مذاکرات مو له افغانانو سره دي، نه امریکا سره، باید دوام پیدا کړي او درول یې هېڅ توجیع نه لري.

«که د سولې اراده لرئ او یا هم که جګړې ته دوام ورکوئ باید مذاکرات ونه دروئ، ځکه دغه مذاکرات له افغانانو سره دي نه له امریکا سره»

حکمتیار همدارنګه زیاته کړه طالبان باید د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او د استنبول په ناسته کې له افغانانو سره خبرې وکړي او خپل دلایل وړاندې کړي.

د حکمتیار په خبره د بهرنیو ځواکونو وتلو کې د ځنډ پرېکړه سیاسي ده، نه لوجیستیکي او امریکا تر اوسه د سیاسي دلایلو په تړاو څه نه دي ویلي.

هغه وايي، د امریکايي ځواکونو له لوري د سرتېرو ایستلو وروستۍ پرېکړې د استانبول غونډه له خطر سره مخ کړې.

دی زیاتوي که د دوحې تړون نقض شي او بهرنیان له افغانستان څخه ونه وځي او طالبان هم د استانبول په ګډون له هر ډول ناستو سره پرېکړون اعلان کړي؛ نو ډېرې بدي پایلې به ولري.

دا په داسې حال کې ده د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر به د مې له لومړۍ نېټې څخه پیل او د سپټمبر له ۱۱ وړاندې به پای ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA