ads

جمهوررییس غني: له امریکا سره نوي فصل ته داخل شوي یوو

جمهور رییس محمد اشرف غني وایي، افغانستان له امریکا سره داړیکو نوي فصل ته داخل شوی دی او دغه هېواد به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

شمس الرحمن شمس
28 وری 1400
جمهوررییس غني: له امریکا سره نوي فصل ته داخل شوي یوو

« له امریکا سره د اړیکو نوي فصل ته داخل شوي یوو، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دغه هېواد مرستط دوام مومي او د هغو پر میکانیزمونو به خبرې وکړو.»

جمهور رییس غني د اخبرې پرون غرمه د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې ارانجا ګوزالیز لایا سره په ټیلیفوني مکالمه کې کړې دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، د امریکا د وروستۍ پرېکړې او له افغانستان سره د همکاریو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې له افغانستان څخه د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د دیجیټلي کولو او ښاري پراختیا په برخو کې به لازمه همکاري وکړو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA