ads

په ننګرهار کې د داعش ډلې د رسنیو یو تن غړی نیول شوی

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې د رسنیو یو تن غړی نیولی دی.

ایمل عزیزي
27 وری 1400
په ننګرهار کې د داعش ډلې د رسنیو یو تن غړی نیول شوی

د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د بهسود ولسوالۍ خوشګمبد سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د رسنیو غړی جلال مشهور په انتظار نیول شوی.

خبر پاڼه زیاتوي نیول شوی کس د ۲۰۲۱ میلادي کال اپریل میاشت څخه راپدېخوا د جلال اباد ښار او چپرهار ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې فعال غړی و او په ځانګړي ډول یې د رسنیو په برخه کې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.

داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA