لغمان ولایت رسنیو دفتر وایي، پرون ماسپښین ناوخته د کابل – جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند خیروخېلو سیمه کې د ټېلر او مارسیډیز موټر ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یي دوه تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.
ټپیان نږدې روغتیایي مرکز ته انتقال شوي او روغتیایي وضعیت یي د ډاډ وړ دی.
پېښه د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
چارواکي د ورته پېښو لامل تېز رفتاري او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي، چې ډېر کله د خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

