له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس یادې ناستې ته د افغانستان سولې پروسې، له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پرېکړې او اغېزو او همداراز د سیمه ییزې همپالنې او اتصال په اړه وینا وکړه.
جمهور رییس غني د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانان له ۴۲ کلونو راهیسې سولې ته د رسېدو له مشروع حق څخه محروم شوي دي،نوموړي زیاته کړه، سوله ییز او له تاوتریخوالي او جنګ پاک افغانستان، د پاکستان او سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه دی.
د جمهور رییس په خبره د سولې لار نقشه پر درې ستنو اوربند، د تلپاتې او عادلانه سولې پر تامین او د ټاکنو پر ترسره کولو استواره ده.
جمهور رییس همدارنګه وویل، طالبان دې یا سوله ومني او که سوله نه مني؛ نو پر ضد به یې مبارزه دوام کوي.
جمهوررییس زیاته کړه افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی، امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د هیواد د دفاع وړتیا لري او له څو کلونو راهېسي ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول ترسره کوي.جمهور رییس غني دا خبرې داسې مهال کوي چې د جو بایډن حکومت له څو میاشتنیو ارزونو وروسته تازه د سپتمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

