جوبایډن له دې اعلان سره دا هم ویلي چې تر وتلو وروسته به له افغانستان سره د امریکا مرستې دوام کوي، خو نور به په نظامي ډول په افغانستان کې ښکېله نه وي.
بایډن د سپټمبر پر ۱۱ مه د ځواکونو د وتلو پرېکړه قطعي بللې، خو پوښتنه دا ده چې طالبان به کوم ډول دريځ غوره کوي، ایا جنګ ته به مخه کړي او یا د مذاکراتو مېز ته به راوګرځي؟ سره له دې چې د طالبانو د وروستي غبرګون له مخې ډېری افغانان د جګړو د بیا پیل په اړه اندېښمن ښکاري، خو شنونکي په دې نظر دي چې د بايډن دا اعلان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یقیني کوي او اوس د طالبانو وار دی چې خپل ښه نیت څرګند او د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي. دوی دا خبره ځکه کوي چې تر دې وړاندې څو ځله امریکايي چارواکي او جوبایډن د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه مبهم غږېدلي وو او بایډن ویل چې د تخنیکي او لوژیستيکي ستونزو له کبله په ټاکل شوې نېټه د ځواکونو ایستل سخت دي؛ خو اوس د دغو ځواکونو د وتلو لپاره دقیقه نېټه ښودل شوې او ناټو هم ورسره همغږې شوې ده.
که څه هم په ښکاره د جګړې ښکېلو لوريو تراوسه په ځینو ناستو کې چې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره شوي، ګډون کړی او په دې ډول يې ښودلي چې سوله غواړي، اوس پکار ده چې په حقیقي ډول له دغه بهیر سره ملګري شي او د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو د سولې پر سر یو توافق ته ورسېږي. په دې برخه کې خلک اوربند یو اصل بولي او له ښکېلو لوریو غواړي چې د خبرو اترو د پیلولو لپاره دې اصل ته مخه وکړي او دا دې څرګنده کړي چې په رښتیني ډول د سولې غوښتونکي دي او پرته له دې د سولې لپاره د دوی ادعاوې بې معنا دي.
له خلکو سره د جګړې اندېښنه ځکه ډېره ده او تر پخوا لا زیاته شوې چې طالبانو په خپلو تازه څرګندونو کې د نړۍ مسلمانانو اتحاديې د جګړې د درولو غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی او ویلي يې دي چې د روژې په میاشت کې جګړه ثواب لري. د راپورونو پر بنسټ په تېرو درېيو میاشتو کې په رامنځته شویو بریدونو کې ۵۷۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي چې د وژل شويو او ټپیانو ډېری برخه یې ښځې او ماشومان دي. دا یو ناورین دی او دې ناورین ته دوام ورکول وطن او ولس له تباهۍ سره مخ کوي.
د همدغو اندېښنو په فضا کې افغانان له نړیوالې ټولنې غواړي چې په خپلو هڅو سره پرې نهږدي چې ښکېل لوري جنګ او تاوتریخوالي ته مخه کړي.