ads

پولیسو ته پر ترهګرو ډلو د ‌ډزو حق ورکړل شو

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات په تازه اقدام کې پولیسو ته امر کړی چې پر وسله والو ترهګرو برید او ډزې وکړي.

محمدخان بریال
26 وری 1400
پولیسو ته پر ترهګرو ډلو د ‌ډزو حق ورکړل شو

هغه پرون شپه ناوخته په ارغندۍ سیمه کې د امنیتي حالت ارزولو پر مهال پولیسو ته دا امر کړی دی.
ده زیاته کړې چې له قانون ماتوونکو ډلو سره باید په جدي ډول قانوني چلند وشي.
د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په وینا، په هغه صورت کې چې امنیتي منسوبین او خلک له امنیتي ګواښ سره مخ کېږي، افغان ځواکونه پر هغوی د ډوز حق لري او وزارت یې کلک ملاتړ کوي.
نوموړی پر داسې مهال د کابل دروازو او په ارغندۍ سیمه کې د امنیتي حالت ارزونه کوي چې تر دې وړاندې په یاده سیمه کې څو ځلې پر امنیتي سرتېرو او دولتي چارواکو وسله وال بریدونه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA