د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، یوې نجلۍ چې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې یې ځان د امنیتي ځواکونو کارمنده معرفي کاوه، د کارته چهار په سیمه کې د امنیتي سرتېرو له لوري ونیول شوه.
د هغه په وینا، له نیول شوې نجلۍ سره دوه میله له جواز پرته وسلې هم نیول شوې دي.
فرامرز زیاتوي چې نیول شوې نجلۍ په امنیتي بنسټونو کې دنده نه لري او په دې برخه کې د پولیسو څېړنې روانې دي.
تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان له جواز پرته وسلو سره نیول شوي دي.
هېوادوال په دې برخه کې د امنیتي ادارو پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.


