ads

لویډ اسټین: د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکوو

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین تېره ورځ د ناټو په غونډه کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د دوی ماموریت پایته رسېدلی، خو بیا به هم متحده ایالاتونه د افغان پوځیانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

محمدخان بریال
26 وری 1400
لویډ اسټین: د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکوو

هغه د جمهور رییس جوبایډن د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د سپټمبر پر ۱۱مه به امریکایي سرتېري افغانستان پرېږدي.
ده زیاته کړې چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې وروسته هم د دوی ماموریت پایته نه رسېږي او له افغانستان سره به ډیپلوماټیکو، بشردوستانه مرستو او د افغان پوځیانو د معاشو جاري ساتلو ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، دا هر څه د دې لپاره دي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.
اندېښنې دا دي چې که بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، افغان سرتېري به په یوازې توګه له هېواد څخه د دفاع وړتیا ونه لري.
خو افغان چارواکي بیا څرګندوي چې سرتېري یې له هېواد څخه د پوره ساتنې وړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA