ads

فدا محمد نظري پخپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی

د کابل امنیتي چارواکي په مرموز ډول د سیاسي چارو د شنونکي او لیکوال فدا محمد نظري د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
26 وری 1400
فدا محمد نظري پخپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پرون ۱۲ بجې او ۱۰ دقیقې فدا محمد نظري د درېیمې ناحیې اړوند دهبوري سیمه کې پخپل کور کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د هغه په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې پېښه جنایي اړخ لري او په دې اړه لا ډېرې څېړنې روانې دي.
فدا محمد نظري په دې وروستیو کې د سره ښامار په نوم یو کتاب هم لیکلی و او تر دې وړاندې یې نور کتابونه هم چاپ شوي دي.
هېوادوال له امنیتي بنسټونو په جدي ډول غوښتنه کوي چې د جنایي جرمونو مخه ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA