طالبان: د سرتېرو وتلو ځنډ له هوکړې ښکاره سرغړونه ده

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې د بهرنیو سرتېرو د وتلو ځنډ په غبرګون کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د بهرنیو ځواکونو ایستلو په بهیر کې څو میاشتنی ځنډ د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.