د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې ټول بهرني سرتېري د روان میلادي کال تر مې میاشتې له افغانستان څخه ووځي، خو د امریکا جمهور رییس جوبایډن تېره ورځ ناوخته اعلان وکړ چې دا بهیر به د سپټمبر تر ۱۱مې وځنډول شي.
طالبان ګواښ کوي چې د دوحې له هوکړې سرغړونه د دوی جنګیالیو ته دا لار پرانیزي چې لازم اقدام وکړي او په وینایې، د یادې ډلې د هر اقدام پایله به د امریکا پر غاړه وي.
طالبانو د دوحې له هوکړې سره پر یو وخت پر امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو بریدونه درولي دي.
اوسمهال یوازې ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي چې دنده یې د افغان سرتېرو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.


