ads

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اشرف غني او عبدالله سره وکتل

له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو تر پرېکړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په نااعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلی دی.

محمدخان بریال
26 وری 1400
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اشرف غني او عبدالله سره وکتل

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني د سپټمبر پر ۱۱مه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی کړی.
نوموړي په ورته وخت کې د ترهګرۍ پر وړاندې د هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار کړی.
جمهور رییس زیاته کړې، دا چې اوس امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وځي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستلو په تړاو واضح بحث او همکاریو ته جدي اړتیا ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا ویلي چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو اړیکو کمزوري کېدو مانا نه لري او په وینا یي، امریکا له افغان دولت او خلکو سره پر کړو ژمنو ولاړه او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.
بلېنکن په ورته وخت کې د مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم په کتنه کې ویلي چې د امریکایي سرتېرو وتل په دې مانا نه دي چې ګواکي د امریکا او افغانستان اړیکې پرې شوې، بلکې د دغو اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شو.
بلېنکن پر داسې مهال کابل ته راځي چې د امریکا د نوې پرېکړې له مخې به ټول امریکایي سرتېري د سپټمبر پر ۱۱مه له افغانستان څخه ووځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA